ایکنانیوز د عمان الیوم په حواله راپور راکړی، د دغو قرآنی سیالیود درې دیرشمې مرحلې د نوملیکنې په لومړیو اوونیو کې د بېلابېلو عمرونو کسانو له خوا، د نارینهو او ښځینهو په شمول، له پراخ هرکلي سره مخ شوې ده.
د «سلطان قابوس» د عالي فرهنګ او علومو مرکز د سلطاني دربار په استازیتوب د مئ میاشتې په در یمه نېټه(د غوایي ۱۳) وئيلي وو، چې ددغو سیالیو لپاره نوملیکنه د www.quran.gov.om ویبسایټ له لارې پیل شوې او دا نوملیکنه به د جولائي تر ۱۷ ( د چنګاښ تر۲۶) پورې دوام وکړي.
دا سیالۍ به د عمان د بېلابېلو ولایتونو او عمرونو لرونکو شرکتکوونکو ته فرصت برابر کړي چې په ملي کچه په یوې ترټولو باؤری قرآنی سیالئ کې برخه واخلي.
د ټول قرآن حفظ، د ۲۴ پرله پسې سپارو او جزو حفظ، د ۱۸ پرله پسې جزؤ حفظ، د ۱۲ پرله پسې جزو حفظ (د ۲۰۰۰ میلادي کال وروسته زېږېدلو لپاره)، د ۶ پرله پسې جزؤ حفظ (د ۲۰۱۱ کال وروسته زېږېدلو لپاره)، د ۴ پرلخ پسې جزؤ حفظ (د ۲۰۱۵ کال وروسته د زېږېدلو لپاره) او د ۲ پرله پسې جزؤ یا سپارو حفظ (د ۲۰۱۸ کال وروسته زېږېدلو لپاره) د دغو سیالیو څانګې اعلان شوي دي.
د سلطان قابوس د قرآن عمومی سیالۍ لومړی ځل په ۱۹۹۱ کال کې پیل شوې او د قرآن د حفظ هڅونه، د قرآني لارښوونو او تعلیماتو په لار روانېدل او د یوې قرآنی نسل روزنه، چې د خداي د کتاب وړونکي او په ټولنې کې فعاله ډله وي، د دغو سیالیو د ترسره کولو موخې دي.
همدارنګه، دا سیالۍ د تکړه او ماهرو قاریانو په پېژندلو سره هڅه کوي چې د عمان شتون په نړیوالو قرآنی سیالیو کې پیاوړی کړي.
https://iqna.ir/fa/news/4284765